سرپل (پژواک، ١١تله ٩٤): وسله والو مخالفينو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ مرکز کلابند کړى او دا مهال هلته سخته جګړه روانه ده.
د سرپل د ولايتي شورا غړي اسدالله خُرمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو خواوو د کوهستاناتو ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي دي.
د ده په وينا، د جګړې له امله د ولسوالۍ د مرکز مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
په کوهستاناتو کې د سيمه ييزو پوليسو يو تن چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې يواځې د ګنجيا او خوال کلي د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.